آخرین اخبارافغانستانسیاست

د هېواد علماو او مخورو د طا-لبانو سره په کتنه کې: ځوانانو ته دې د زده کړې او کار زمینه برابره شي

دید خبری آژانس: د هيواد د بيلابيلو ولايتونو ديني عالمانو او مخورو د بهرنيو چارو وزارت له اداري مرستيال سره په کتنه کې د ځوانانو لپاره د زده کړې او کاري زمينې د برابرولو غوښتنه وکړه.

دیني عالمانو او مخورو د خپلو ستونزو او شکایتونو په وړاندې کولو سره له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د ځوانانو لپاره د زده کړو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د حکومت رسنیز مرکز نن شنبه (د کب ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د علماوو، مخورو او مجاهدینو یوې ډلې د رییس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې لومړی د نړیوال امنیت د تامین، د اقتصادي او سوداګریزو برخو د پراختیا او په هېواد کې د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې د سرپرست حکومت له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه.

دیني عالمانو او مخورو د خپلو ستونزو او شکایتونو په وړاندې کولو سره له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د ځوانانو لپاره د زده کړو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي حنفي دا هم وويل، چې يادې شوې قضيې به هر څومره چې شونې وي، وڅېړل شي.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا